چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / اروپايي ټولنې افغانستان ته د پېسو په اړه خبردارى ورکړى

اروپايي ټولنې افغانستان ته د پېسو په اړه خبردارى ورکړى

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې ، اروپايي ټولنې د پیسو سپینولو د ډېرو خطرناکو هېوادونو نوملړ کې د ور زیاتولو په اړه خبرداری ور کړی دى

د افغانستان بانک وايي، دغه نوملړ ته ور زیاتېدلو سره یې د هېواد اقتصاد له سخت خطر سره مخ کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي، اروپايي ټولنې دا خبرداری تېره اوونۍ دغه وزارت ته سپارلی او دوی هم دا مسله له افغانستان بانک سره شریکه کړې ده.

د اروپايي ټولنې کمېسون د هغو ۲۳ هېوادونو نوملړ خپور کړی چې د پیسو سپینولو لوی خطر سره مخ دي.

افغانستان، عراق، سعودي او نور افریقايي هېوادونه هم دې نوملړ کې دي.

دې نوملړ کې د دغو هېوادونو د اچولو معیارونه د پیسو سپینولو مبارزې ستراتیژۍ کي نیمګړتیا او د ترهګرۍ مالي خوندیتوب دی.

د اروپا کمېسون دا وړاندیز باید د دغې ټولنې پارلمان او ۲۸ غړي تصویب کړي.

د افغانستان بانک وايي، د اروپايي ټولنې خبرداری ارزوي او زیاتوي چې دې نوملړ ته د افغانستان اچول د دغه هېواد اقتصاد له سخت خطر سره مخ کوي.

د افغانستان بانک وایي، چې اقتصادي او مالي ته د تورو پیسو د ننوتو د مخنیوي لپاره نور خنډونه جوړوي.

دې نوملړ ته د یو هېواد زیاتېدل په دې مانا نه دي چې له بانکي بندیزونو سره مخ کېږي، بلکې اروپايي ټولنې بانکونه اړ کېږي چې د دغو هېوادونو له مانکونو سره مالي معاملو کې ډېر څار وکړي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin