چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / افغانستان / ارزګان کې هوایي برید کې ۱۵ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارزګان کې هوایي برید کې ۱۵ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هوایي بریدونو د ډېرېدو پر دوام ارزګان کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ۱۵ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ارزګان د ولایتي شورا یوه غړي کابل نیوز ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده. هغه ویلي چې دا برید د ملي اردو پر یوه قرارګاه شوی دی او پکې پنځلس امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي چې د برید له امله د ملي اردو قرارګاه هم په بشپړه توګه له منځه تللې ده. تر اوسه د یاد ولایت امنیتي چارواکو او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بمباریو کې افغان امنیتي ځواکونه او ملکیان په نښه کېږي بلکې تر دې وړاندې هم ورته پېښې ډېرې شوې دي چې بهرنيو ځواکونو یې یوازې په بښنې غوښتلو بسنه کړې ده.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews