پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / ارزګانيانو د وسله والو طالبانو له لوري اعلان شوي عمليات وغندل

ارزګانيانو د وسله والو طالبانو له لوري اعلان شوي عمليات وغندل

دارزګان اوسېدونکي په هېواد کې د وسله والو طالبان له لوري د پسرلنۍ پيل شویو عملياتو باندې خواشيني وښوده او پر وسله والو طالبانو يې د جګړي پر ځای د سولې غږ وکړي.

وسله والو طالبان تازه پر داسې مهال د الفتح په نوم د عملياتو د پیل خبر ورکوي چې په روان مياشت کې تمه ښودل شوې ده چې د افغان سولې په اړه دامريکا ځانکړ استازی او د وسله والو طالبانو مرکچي پلاوی سره مخامخ شي

په افغانستان کې وسله والو طالبانو الفتح په نوم په نوي کال کې د عملياتو د پیل کېدو اعلان وکړ چې ورسره د نړيوالو ترڅنګ د ګڼو افغانانو لخوا د وسله والو طالبانو د عملياتو د پیل دغه اعلان وغندل شو.

ارزګانيان چې له جګړو سخت ستړي شوي د وسله والو طالبانو له لوري د الفتح عملياتو په اعلان کولو سره يې د سولې لپاره راټوکېدلي هيلې مړاوې شوې او له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د جګړې پر ځاي دې د سولې اعلان کړی وی. ارزګانيان پر داسي مهال د وسله والو طالبانو د عملياتو د پیل کيدو ناهيلي کړې ، چې د افغان سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمی خليلزاد ترڅنګ ګڼو نړيوالو او په کور د ننه هيوادوالو د وسله والو طالبان له لوري د الفتح په نوم د پسرلني عمليات غندلي دي.

د امريکا ځانکړي استازي زلمي خليلزاد پر خپل ټويټر کې ليکلي چې د جګړې اعلان د سولې د هڅو له پرمختګ سره مرسته نه کوي. له دي سره د ارزګان اوسيدونکي له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه د اوربند او د جګړې پر ځای د سولې غوښتنه کوي.

وسله وال طالبان پر داسي مهال د الفتح په نوم د عملياتو د پیل خبر ورکوي چې تېر کال د اسلامي هيوادنو ګڼو ديني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللي وه او د جګړي له ښکېلو غاړو څخه يې د جګړي د دريدو غوښتنه کړي وه

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه