چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / Hot News / اجراییه رییس: که د طالبانو وروستۍ هوکړه رښتیا وي هرکلی یې کوو

اجراییه رییس: که د طالبانو وروستۍ هوکړه رښتیا وي هرکلی یې کوو

هندوکش – کابل: وروسته له هغه چې طالبانو په دوحه کې له امریکایي لوري سره خپلې شپاړس ورځنۍ خبرې پر دې پای ته ورسولې چې نور به له ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کوي او پر وړاندې به یې مقاومت کوي اجراییه رییس ظاهراً له دې پرېکړې خوښ ښکاري.

هغه تیره ورځ  په ارګ کې د عبدالعلي مزاري په ۲۴مه تلین غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، که د طالبانو او امریکا ترمنځ وروستۍ هوکړه چې ګویا طالبان به نور له ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کوي رښتیا وي دوی ترې هرکلی کوي او یو نیک اقدام یې ګڼي. نوموړي زیاته کړې دا پرېکړه تر یوه حده د افغانستان ستونزې حلولی شي.

نوموړی دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې په قطر کې د طالب او امریکایي پلاوي ترمنځ اوږدې خبرې پرون پر دوو مواردو پای ته ورسېدې چې یو یې د بهرنیو ځواکونو وتل او بل هغه یې له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو پرېکول وو.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali