چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / Hot News / اجرایه ریاست سولې ته خوشبین دی

اجرایه ریاست سولې ته خوشبین دی

هندوکش – کابل: اجرایه ریاست د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړې ته ظاهراً خوشبینه ده.

اجرایه رییس عبدالله عبدالله وایي، که د طالبانو هوکړه رښتیا وي، نو دا یو ښه خبر دی.

عبدالله وایي، د طالبانو په تړاو داسې خبرونه اورېدل کېږي چې نور له ترورېستي ډلو ملاتړ نه ‌کوي او خپلې اړیکې ورسره پرې کوي.

د هغه په خبره، که دا خبرونه ریښتیا وي، نو په دې سره د افغانستان د یوې برخې ستونزه حل کېږي او دا یو ښه خبر او ښه قدم دی.

د راپورونو په اساس، قطر کې د طالب او امریکايي استازو پنځم پړاو خبرې د سې شنبې ورځ پای ته ورسېدې.

په دغه پړاو خبرو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او افغان خاوره د نورو په ضد نه کارولو هوکړې شوي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

 

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali