سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / آیرلینډ افغانستان ته په ټیسټ لوبه کې ۱۴۷ منډې هدف وټاکه

آیرلینډ افغانستان ته په ټیسټ لوبه کې ۱۴۷ منډې هدف وټاکه

د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ د مارچ پر ( ۱۵) مه نېټه د هند په دهرادون ښار په راجیوګاندې نړیوال کرېکټ لوبغالي کې یوازینۍ پنځه ورځینۍ ټېسټ سیالي پیل شوې چې نن په دریمه ورځ ایرلینډ لوبډله ټوله په (۲۸۸) منډو وسوځېده او افغانستان ته یې د (۱۴۷)منډو هدف وټاکه

د دې ټېسټ سیالۍ په لومړنۍ پاڼۍ کې ایرلینډ ټولې( ۱۷۲) منډې جوړې کړې وې او افغانستان یې په ځواب کې بیا (۳۱۴) منډې ترسره کړې وې چې افغان لوبډلې د ایرلینډ څخه( ۱۴۲) منډې مخکېوالی درلود.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره په لومړۍ ورځ او د لوبې په لومړنۍ پاڼۍ کې ټیم مرتاغ (۵۴) جوش ډکرېل (۳۹) او پاویل سټرلېنګ (۲۶) تر نورو ډیرې منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان لپاره بیا په توپ وهنه کې رحمت شاه( ۹۸) ، شهزاد (۴۰)، حشمت  الله شاهدي( ۶۱) او اصغر افغان (۶۷) زياتې منډې جوړې کړې.

 د دویمې ورځې په پای کې ایرلینډ لوبډله د دوهم ځل لپاره هم میدان ته راښکته شوه دې لوبډلې د افغانستان پر وړاندې داځل ښه توپ وهنه وکړه دوی نن په دریمه ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره  ټولې (۲۸۸ ) منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لپاره داځل په توپ وهنه کې انډري بېل بېرني (۸۱) منډې،  میکالم( ۳۹) او کیون اوبراین (۵۶) منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې.

له دې وړاندې افغان لوبډلې له ایرلینډ څخه ( ۱۴۱) منډې مخکیوالی درلود ایرلینډ لوبډلې د (۲۸۸) منډو په کولو سره د افعانستان دا قرض هم پوره کړ او د (۱۴۷)منډو هدف یې  افغانستان ته وټاکه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان د لومړي ځل لپاره پنځه لوبغاړي وسوځول،  یامین احمدزي درې او وقار سلام خېل بیا  دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

نږدې ده چې افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې خپله لومړنۍ پنځه ورځنۍ سیالي په خپله ګټه پای ته ورسوي اوس څو شېبې وروسته افغانستان یو ځل بیا میدان ته راښکته کېږي او د( ۱۴۷) منډو هدف به پوره کوي.

په ټوله کې نږدې دریمه ورځ هم ساعت وروسته پای ته رسېږي افغانستان لس لوبغاړي او دوه ورځې مسلسل نورې هم په لاس کې لري تر څو یاد هدف ترلاسه کړي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About خان وزير عابد