سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / Most Viewed / آلمان پام کې لري چې یوه ډله افغان مهاجرین اخراج کړي

آلمان پام کې لري چې یوه ډله افغان مهاجرین اخراج کړي

هندوکش – کابل: د کډوالو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان له سخت امنيتي وضعيت سره سره، روانه اوونۍ يوه ډله افغانان له آلمانه اخراجيږي.
ویل کېږي د دغو افغانانو الوتکه به د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسيږي. د کډوالو چارو وزارت ويلي دي چې د دوو تنو پناه غوښتونکو هويتونه چې تېره میاشت له آلمانه اخراج شوي دي، تر اوسه نه دي معلوم.
له دوی څخه يوه يې کابل ته تر رسېدو وروسته ويلي چې هغه افغان نه، بلکې پاکستانی دی او بل يې ويلي چې ايرانی دی. د آلمان د کورنيو چارو وزارت په خبره، په هوايي ډګر کې د دې پناه غوښتونکي دغه ادعا د هغه سند پر اساس چې د ده د افغان تابعيت ښکاروندويي يې کوله، رد شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About walikhan